زموږ په اړه
ژاندارک ډېلي یوه خپلواکه، ازاده او د حقیقت ژمنه رسنۍ ده چې خپل فعالیت یې له اروپا پیل کړی دی. دا رسنۍ د ژورنالیزم مسلکي اصولو ته په ژمنتیا د عامه پوهاوي، د بیان د ازادۍ د دفاع او د انساني ارزښتونو د ساتنې لپاره کار کوي.
زموږ شعار «ښځه، ژوند، ازادي» دی؛ دا شعار د انسان کرامت، برابرۍ، عدالت، د ښځو حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د ژاندارک باور څرګندوي. همدا ارزښتونه زموږ د تحریري کار بنسټ جوړوي او زموږ په ټولو رسنیزو تولیداتو کې انعکاس مومي.
ژاندارک ډېلي د بېلابېلو هېوادونو له خبریالانو، لیکوالانو او شنونکو سره په همکارۍ هڅه کوي چې خپلو مخاطبانو ته دقیق، مستند او بېطرفه خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه وړاندې کړي. موږ باور لرو چې د رسنۍ رسالت د حقیقت انعکاس، د عامه پوهاوي پیاوړتیا او معلوماتو ته د خلکو د ازاد لاسرسي د حق ساتنه ده.
ژاندارک ډېلي په پنځو ژبو: دري، پښتو، ازبکي، انګلیسي او فرانسوي خپرونې کوي، څو په افغانستان، سیمه او نړۍ کې له پراخ مخاطب سره اړیکه ټینګه کړي.
ژاندارک ډېلي د حقیقت، ازادۍ او پوهاوي غږ دی؛ داسې رسنۍ د ټولو هغو کسانو لپاره چې په ازاده، عادلانه او پوهه ټولنه باور لري.